د وارداتی برېښنا پرې کېدو د هرات خلک له ستونزو سره مخ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځایی سرچینو ویلی، چې د ایران له وارداتی برېښنا پرې کېدو سره هم مهاله د ترکمنستان وارداتی برېښنا هم پرې شوې ده.

د یاد ولایت ځایی چارواکو هم منلې چې د سړې هوا له امله د ترکمنستان وارداتی برېښنا مزی د هرات کشک‌ رباط ولسوالۍ اړوند په بند بقرچر سیمه کې پرې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې هرات ته د ایران وارداتی برېښنا هم پرې شوې، چې له امله یې یاد ولایت د برېښنا نشتون له ډېرې ستونزې سره مخ شوی دی.

د یادولو وړ ده چې هر کال د ژمی په راسېدو سره د هېواد په لویو ښارونو کې د برېښنا پرچاوی ډېریږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.