د ژمی لپاره ۱۷۵ زره د بې‌ ځایه شویو سره ژمنۍ مرستې کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ یا UNHCR خبر ورکړی، چې په راتلونکی ژمی کې به ۱۷۵ زره داخلی بې‌ ځایه شویو کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوی.

د یادې ادارې په وینا، په دې مرستو کې کمپلې، د پخلنځی لوښی او ترپالونه شامل دی، چې د چین د نړیوالې پراختیایی ادارې په همکارۍ او په افغانستان کې د چین سفارت له لارې وېشل کیږی.

د دوی په وینا دغه مرستې به د ژمی په سختو ورځو کې د بې‌ ځایه شویو خلکو لپاره د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړی او د هغوی د ژوند شرایط به یو څه اسانه کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.