کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نیمروز او سپین بولدک ګمرکونو کې د ۱۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارشیفونو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا یادې چارې به د راتلونکو لسو میاشتو په اوږدو کې پوره او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
د یادو پروژو مالی لګښت د مالیې وزارت له پراختیایی بودیجې ورکول کیږی.
د مالیې وزارت ویلی، د دغو ودانیو جوړولو سره به د ګمرکی سندونو د خوندی کولو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شی، چې له امله به د ګمرکونو مدیریت او فعالیتونه لا شفاف او اغېزمن شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ