امریکا منی چې له نوی افغان حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب دوهمه نېټه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا ده او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمی دی.
د ده په وینا له نوی حکومت سره ډیپلوماسی او د خبرو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی نو ځکه یې ادامې ته لومړیتوب ورکوی.
ټام وېسټ دغه راز ټینګار کوی چې په حکومت کې د ښځینه وو ګډون او د ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول چې ټول وګړی پکې خپل ځان ووینی د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دی چې نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولو.
امریکایی ډیپلوماټ داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې افغان حکومت په ځلونو ویلی دوی ټولګډونه حکومت جوړوی او د یوه پیاوړی حکومت د جوړولو لپاره یې خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکړې ده.
دغه شان د ا.ا چارواکو وړاندې ویلی و که له ټولګډونه حکومت د امریکا او نړیوالو موخه د تېر نظام لوپوړی چارواکی بیا ځل صحنې ته راوستل وی، دا کار ناشونی دی؛ د دوی په وینا ځکه چې دا د خلکو غوښتنه نه ده او دوی ته د خلکو غوښتنه او منښت ارزښت لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.