زموږ پر ادبیاتو د مهاجرت او پردېسۍ اغېزې

څېړنوال محمد داود ناظم

لنډیز

هجرت، له وطن څخه لرېوالی، پردېسی او له هغو سره تړلی کړاوونه او ستونزې هغه څه دی چې تل یې د شاعرانو او لیکوالانو په قلم او بیان کې غمجن انعکاس موندلی دی، له همدې امله ځینو انسانانو له دغه درده شعر او ادب ته مخه کړې او خپل دردونه یې د شعر او ادب په ژبه منعکس کړی دی.

په دې مقاله کې مې پر همدې مسایلو څېړنه کړې، لومړی مې د ادبیاتو او هجرت تر منځ تړاو او اغېزې څېړلی او بیا مې د خپل ادبی سفر پیل او دوام د بېلګې په توګه وړاندې کړی: چې هجرت او د وطن مینې په کې څنګه او څومره انعکاس موندلی؟ او پایلې یې څه دی؟ چې د هغو په رڼا کې ګټور مطالب ټولنې ته ډالۍ شی، ترڅو ټولنه او راتلونکی نسلونه پر هغو ښویو او خطرناکو تیږو باندې بیا و نه ښویېږی کوم چې موږ پرې ښوېدلی یو او له هغو ګټو څخه لا ښه ګټه واخلی کومې چې په رښتیا سره ټولنې ته ګټورې ثابتې شوې دی.

سریزه

که د شاعرۍ او ادبی لیکنو بهیر مطالعه شی، نو ترلاسه کېږی چې د هر چا د شاعرۍ او ادبی سفر پیل ځانګړې انګېزې او عوامل لری، چې کله هغه عوامل: الهی محبت او عقیدوی مسایل وی، کله خوښی او عشق وی، کله غم او درد وی، کله د یار بېلتون او جفا وی، کله یې وفا او ژمنتیا وی، او کله هم بیا هجرت او له وطن څخه د لرېوالی درد او غم وی، خو د افغانستان په ادبیاتو کې که له پخوا نه بیا تر اوسه مطالعه شی؛ یوه ډېره برخه یې د وطن مینه، له وطن څخه د لرېوالی درد، غم او بېرته د لیدلو تلوسه ده.

اوس چې له همدې زاویې څخه د خپل هېواد د ادیبانو او لیکوالانو ادبی آثار مطالعه شی، نو ډېر داسې مفاهیم او الفاظ په کې لیدل کېږی چې هغه د هجرت، جهاد، پردېسۍ، له وطنه لرېوالی او د وطن لیدلو تلوسه او مینه لری او خپل مخاطب ته ډېر سوز او ګداز وړاندې کوی.

زموږ د تېرو پنځو لسیزو په ادبیاتو کې هجرت، جهاد او ادبیات ډېر سره تړلی مفاهیم دی، چې څېړل یې په ټولنه کې حب الوطن او د خپلو خلکو او فرهنګ مینه پیاوړې کوی، دا چې زما ادبی سفر هم له هجرت څخه راپیل شوی او زما ادبیات په خپله د هجرت او پردېسۍ زېږنده دی، نو څېړنه پرې اړینه ده. د دې څېړنې موخه د هجرت د سختیو او کړاوونو د انعکاس تر څنګ د ادبیاتو او هجرت تر منځ تړاو او اغېزې څرګندول او په دې برخه کې د خپل ادبی سفر اغېزمنتیا د بېلګې په توګه وړاندې کول دی.

۱- د هجرت او ادبیاتو تر منځ تړاو

وطن، د وطن مینه او د وطن لوړې ژورې د انسان په جسمی، روانی او فکری اړخونو باندې خامخا ژورې اغېزې لری، چې د هجران او بېلتون په حالت کې یې دا مینه لا په ولولو راځی او د خپلې محبوبې (وطن) تشه په خپل وجود احساسوی او په بېلتون یې د خپلې مینې، احساس او درک له کچې سره متناسب  دردېږی او خپل دردونه او غمجن احساس په خپله ژبه او قلم منعکس کوی.

الله متعال انسان ته د بیان او لیکلو توان او ځانګړی ارزښت ورکړی، لکه څنګه چې فرمایی: «عَلَّمَهُ الْبَیَانَ»(الرحمن:۴) او په دې بل آیت کې الله متعال په قلم او لیکنه باندې قسم یادوی: «ن وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُونَ»(القلم:۱) او دغه پوره سورت یې چې د قلم په نوم نومولی دی، دا هم د قلم او لیکنې اهمیت څرګندوی.

دا چې دغه قلم او لیکنه په ادبی ډګر کې څرنګه له هجرت څخه متأثره کېدلی شی او تړاو یې له هجرت سره څه دی؟ په دې مبحث کې به پرې رڼا خوره کړو.

د وطن په اړه لوړ درک، ژوندی احساس او مینه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په سیرت کې هم ترلاسه کوو چې کله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له مکې مکرمې څخه د مدینې منورې پر لور هجرت کولو ته اړ شو، نو په یوه لوړه باندې یې د مکې مکرمې پر لور مخ را واړاوه او له ډېرې مینې او غمه مکې مکرمې ته په خطاب کې فرمایی چې: «وَاللَّهِ إِنَّکِ لأَحَبُّ أَرْضِ اللهِ تَعَالَى إِلَى اللهِ، وَأَحَبُّ أَرْضِ اللهِ تَعَالَى إِلَیَّ، وَلَوْلا أَنِّی أُخْرِجْتُ مِنْکِ مَا خَرَجْتُ»(۴:ص.۵‍۱۲) (په الله قسم چې ته الله تعالی ته د الله تعالی ګرانه ځمکه یې او ماته هم د الله تعالی ګرانه ځمکه یې، که چېرې له تا څخه نه وم وېستل شوی، نو زه به نه وم وتلی.)

۲- پر ادبیاتو باندې د هجرت اغېزې

کله چې د هجرت خبره را یادېږی، نو په څنګ کې یې د جهادونو او د ښکېلاکګرو د ظلمونو او د مظلومانو د زګېرویو او فریادونو واقعیتونه هم ورسره جوخت انعکاس مومی، ځکه اکثره هجرتونه د هېواد د بېرته ګټلو او جهاد په نیت باندې ترسره شوی دی، لکه د هېواد د اوسنی عصر وتلی منلی شاعر او لیکوال حبیب الله رفیع چې د هجرت په دیار پېښور-فقیرآباد کې د «ږلۍ او ګولۍ» تر عنوان لاندې د خپل کتاب په سریزه کې د هجرت او د پخوانی شوروی اتحاد د ظلمونو له غمونو او تأثر څخه ډکې کلمې داسې پیلوی: «له کوم وخت نه چې په افغانستان کې د کمونستی وحشت له لاسه د اور، وینو، وېرې، او ویر سلسله رانښلېدلې ده، له همهغه وخته زما د شعر دنیا هم د اورونو او ویرونو په حلقه کې راګیره شوې او د یوه مظلوم ملت د اسویلیو او زګېرویو او په عین حال کې د یوه مغرور ملت د بهادریو او تکبیرونو چیغې په خپله غېږه کې رانغاړی.»(۳:ص.۱)

ښاغلی رفیع د کتاب په یوه برخه کې د وطن په درد سخت درمند شوی او د پخوانی شوروی اشغالګرو په وړاندې یې د خپلو خلکو د مبارزې د لیکو د پیاوړی کولو په موخه لیکلی دی:

«د وطن په سر له سره تېرېدل

د هېواد په مینه وینې تویول

د تاریخ د مېړنیو ننګ ساتل

خپلواکۍ ته سره ډولۍ تیارول

سر لوړی ده، ویاړ دی، فخر دی عزت دی

په تاریخ کې جاویدانه نوم ګټل

د قوی دښمن قوت اوبه کول

د ایمان په زور قوی وسلې زغمل

په پوښتو د شهیدانو هسکېدل

په سنګر د غلیمانو برېدلی

غیرت غواړی، همت غواړی، ایمان غواړی

خپلواکی ګټل، ساتنه او پالل»(۳:ص.۷۷-۷۸)

پورتنی شعر په ۱۳۵۸ لمریز کال کې ویل شوی، هغه وخت چې تازه د شوروی یرغلګرو پر وړاندې د جهاد سنګرونه په تودېدو وو او د مهاجرینو ډلې ډلې هېوادوال له وطن څخه کډه کېدو ته اړ کېدل او په خورا سختیو یې ګاونډیو ملکونو ته هجرت کاوه، نو با احساسه شاعر د وخت له اړتیاوو سره سم د وطن مینې، وطن ګټلو، قوی ایمان، شهادت او سرښندنې، لوړ همت او د دښمن ماتولو او بالآخره د خپلواکۍ ګټلو ته هڅولی دی او په یو بل بیت کې استعمار او اشغالګرو ته په خطاب کې وایی چې:

«دوی پوه نه وو تل به دا افغانستان وی

په جهان کې څو ژوندی وی یو افغان» (۳:ص.۱۵۳)

نومړی په خپل یو بل شعر کې افغانستان ستایی او د تاریخ پاڼې یې زرینې او رنګینې یادوی:

«دا د افغان وطن دی،

دا افغانستان وطن دی،

د تاریخ پاڼې یې زرینې دی،

په ویو سرې دی او رنګینې دی!» (۳:ص.۱۳۸)

همدارنګه که د هجرت د دوران د یو بل با احساسه شاعر «ماته شپېلۍ» کتاب راواړوو نو له نوم، سریزې او متن څخه یې موږ ته د هجرت، پردیسۍ او وطن څخه د لرېوالی، د پخوانی شوروی اتحاد د ظلمونو او پر وړاندې یې د مبارزو او حماسو تراژیدی او حماسی رنګ لیدل کېږی، حتی د ښکلا او مینې په اړه شعرونو کې یې هم د هېواد په اړه د ناخوالو او له وطن څخه د لرېوالی دردونه او فریادونه احساسېږی، لکه په لاندې شعر کې، چې څو بیتونه یې په دې ډول دی:

چې ستړې اندېښنه مې له کابله نه راځی

د حسن ملکه شوه له محله نه راځی

زما په تش ګوګل کې به څه زور وی د فریاد

د تشې شپېلۍ ږغ خو له مورچله نه راځی

په مقطع کې یې بیا هم په ناهیلۍ سره خزان وهلی بڼ او له بڼ څخه الوتلې بلبله یادوی چې په کنایې سره له هېواده مهاجرو خلکو ته اشاره ده:

چې طبعې مې د شعر پښه نیولې پسرلیه

خزان وهلی بڼ ته خو بلبله نه راځی  (۲:ص.۲۳۶)

دغسې د ماته شپېلۍ کتاب په ډېرو مینه ناکو الفاظو او مفاهیمو کې هم تر ډېره د بېلتانه، پردېسۍ او رنځونو فریادونه او رنګارنګ ناهیلۍ لیدل کېږی؛ چې دا ټول په ادبیاتو باندې د هجرت او پردېسۍ اغېزې ګڼلای شو.

مرحوم پسرلی د کتاب په لنډه سریزه کې هم د مهاجرت کلمه دوه ځله یاده شوې. امان الله ساهو په نوموړی کتاب باندې لنډه سریزه لیکلې چې ټوله د هجرت او پردېسۍ له کلماتو او درده ډکه ده: «مهاجرت، پردیسی، بیوسی، اشتیاق، حسرت، حماسه او د ټولو په سر کې مینه له نورو ډېرو سوداوو او پریشانیو سره د کتاب په متن کې وپلټۍ.»(۲:ص.)

د استاد خلیل الله خلیلی شعرونه هم که وپلټل شی، نو یوه زیاته برخه یې د هېواد له شرایطو او حالاتو سره تړلی دی او په هېواد باندې د پخوانی شوروی اتحاد له یرغل څخه وروسته چې کله «په داسې حالت او فضا کې د خپلو مهاجرو هېوادوالو په څنګ کې پاکستان ته راغلی ؤ، له هغوی سره یو ځای یې د فرهنګ او شعر په ډګر کې خپله مبارزه پیل کړه او په طبیعی توګه له دې پېښو څخه اغېزمن شو او شعر او کلام یې د هېواد د ټولنیزو او سیاسی حقایقو د انعکاس تجلی وګرځېده.»(۵:ص.۴۳) استاد خلیلی په خپل یو شعر کې چې عنوان یې دی (برگریزان وطن) د هېواد د خوار او زار او خزان وهلی او خلک ترې کډه شوی حالت، د دښمن د ماتې او د استعمار د غلامانو په اړه لیکی:

«اکنون که سپاه برگریزان                         بر سبزه و گل کشــــــــیده شبخون

گلهای چمن به نـــــامرادی                                 یک سر شده زرد و زعفران گون

شــــــمشاد بلند گردن افراز                                 از هیبت باد گشـــــــــــــته واژون

زان باغ خزان رسیده کن یاد

گویـــــند اگر وطن فروشی                                   در پــــــــرچم غیر جــــــــا گرفته

ناموس وطن به باد داده                          رو از حــــــرم خـــــــــــدا گرفته

اهریمن زشت ددمنش را                         بر مســــــــــند کـــــــــبریا گرفته

زان بندۀ زرخرید کن یاد»(۶:ص.۳۳۰)

 

همدارنګه یې د پخوانی شوروی اتحاد پر وړاندې د جهاد د سنګرونو د ګرم ساتلو او مبارزې په اړه د (سرود مجاهد) تر عنوان لاندې یو اغېزناک او انګېزه خپروونکی شعر لیکلی چې څو بیتونه به یې د بېلګې په توګه ترې راواخلو:

«ما مجاهد حقّیم قدرت خـــــدا با ماست              هرکجا که رو آریم دســــــــت کبریا با ماست

از فراز سنگرها چشم مصطفی با ماست                 در طلوع هر صبحی طرفۀ مژده ها با ماست

ما به پیکر ملّت بازوی تواناییم

اعتماد امروزیم افتخار فرداییم.

از صدای تکبیرم پشت دشمنان لرزد                                 خصم را ز بیم من مغز استخوان لرزد

از شکوه شمشیرم قلب خاینان لرزد                                   از نیاز شبهایم سقف آسمان لرزد

می سزد به من مسند می سزد به من درگاه

نغمۀ سرود من لا اله الا الله»(۶:ص.۴۲۱-۴۲۲)

 

دغسې ډېر نور داسې شعرونه د استاد خلیلی په دیوان کې لیدل کېږی چې د پخوانی شوروی اتحاد د ناروا تجاوز له کبله هجرت او جهاد ته د خلکو د اړ کېدو اغېزې او په دې لاره کې د خلکو د کړاونو او دردونو انعکاس او د دښمن په وړاندې مبارزه یې غوښنه برخه جوړوی.

د هجرت د وخت یو بل پیاوړی لیکوال اکادمیسین محی الدین هاشمی په خپله یوه مقاله کې د هجرت په دیار کې یې لیکلې ده څرګندوی چې: «شعر او ادب ته د ټولنیز ژوند هنداره هم ویل شوې ده او شاعر د خلکو او اولس د هیلو او غوښتنو ترجمان بلل شوی دی.»(۱۱:ص.۴۲) نوموړی د دې مقالې په ترڅ کې یو مجاهد شاعر د خپلې ټولنې په اړه خپل رسالت ته متوجه کړی او اړین موضوعات یې ورته په ګوته کړی دی.

هغه شاعران او لیکوالان چې په خپلو زمانو کې د هجرت، جهاد او مبارزو په ډګرونو کې اوسېدلی وی د هغوی په شعرونو کې د هجران، بېلتون، پردېسۍ، وطن نه د لرېوالی، د وطن اشتیاق، دردونه، غمونه، فریادونه او د زور زیاتی په وړاندې مبارزه زیاته لیدل کېږی، لکه د خوشحال خټک، مولانا جلال الدین بلخی، استاد خلیل الله خلیلی او د دې وروستیو څلورو لسیزو د اکثرو شاعرانو دېوانونو چې له هجرت، جهاد، مبارزو او کړاوونو څخه رنګ اخیستی دی. د دې خبرې د ښه او ژوندی اثبات په موخه به زه خپل ادبی سفر د بېلګې په توګه وړاندې کړم چې څه ډول او څومره د هجرت، جهاد، پردېسۍ او له وطن څخه د لرېوالی له امله اغېزمن شوی یم، نو دغسې زما په څېر نور لیکوالان، شاعران او ادیبان هم اغېزمن شوی دی.

د بېلګې په توګه زه خپل ځان یادولی شم چې زما پر ادبیاتو او ادبی سفر باندې هجرت، جهاد، پردېسۍ او له هغو سره تړلو کړاوونو، دردونو، غمونو او ستونزو څه ډول اغېز کړی؟ څنګه یې دردولی او له ورو ورو یې د شعر او ادبیاتو په لور ماته د ما درد د انعکاس کولو دریڅه پرانیستې دغسې یې په نورو لیکوالانو او شاعرانو هم ژورې اغېزې کړی او د هغوی په لیکنو او شعرونو کې د هغوی غمونو او دردونو انعکاس موندلی دی.

زه وړوکی ماشوم وم لا د مکتب نه وم چې د پخوانی شوروی اتحاد د ناروا یرغل او ظلمونو له امله له خپلې کورنۍ او ځینو دوستانو سره له هېواد څخه هجرت کولو ته اړ شوو، د لارې په اوږدو کې د ۱۲ ورځو شپو د سفر اوږدېدل، د وطن ښکلاوې او بیا د جنګ جګړو کړاوونه او د شهادتونو او زخمیانو آوازې مې ښې په یاد وې، په ځانګړې توګه د خپل ګران پلار (انجنیر عبدالغفار) شهادت مې ټول لمبه لمبه، اوښکه، آهونه، ژړا، غم او اسوېلی اسوېلی کړم. همدغسې غمجن او ویرجن د پاکستان په کمپونو کې د هجرت له کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وم او ورو ورو ورسره لوېدم، ځورېدم، اوسېدم، ژړېدم او پخېدم. د درس او سبق له غمجنو پاڼو، د هجرت له کیسو، د کړاوونو له رسمونو، مهاجرو ټولګیوالو، د ګران وطن د ښکلاوو له تلوسو او د بیا لیدو د امېدو له رنګ، خوند او کړاو سره مې درسونه ولوستل او په تدریج سره مې دغه رنګونه، خوندونه او کړاوونه د ژبې او قلم له څوکې په نظم او نثر را ووتل: له لومړنیو شعری هڅو څخه مې ښه یادېږی چې د دینی مدرسې په څلورم ټولګی کې وړوکی ماشوم وم چې افغانستان ته په خطاب کې مې چېرته یوه مصرع داسې اورېدلې وه:

«اې د افغانستان جل وهلې خاورې»

له دې سره مې د وطن مینه په وجود کې په ولولو راغله او یو اوږد غوندې شعر ته ورته کلمې او جملې مې ورلاندې ولیکلې چې له هغو څخه مې ډېرې لږ دغسې په یاد دی:

اې د مجاهد د تکبیرونو خاورې

اې د دښمن د پرزېدو وطنه

اې د شهادت او جهادو وطنه

اې د کړاوونو او جګړو وطنه

اې د شهید د وینو د رنګونو خاورې

اې د مجاهد د تکبیرونو خاورې

دغه زما لومړنی شعر چې ګران وطن ته مې د هجرت په دیار کې یو خطاب ؤ، د یوې پاڼې په مخ او شا مې لیکلی ؤ او یو مشر دوست ته مې وروښود چې ماته پرې نظر راکړی، هغه زه له شعر څخه ډېر ناهیلی کړم، ماته یې د وزن او قافیې کیسې او پېچلې فلسفې بیان کړې، شعر یې راته ډېر سخت او ناشونی کار وښود او دا یې زما له سویې څخه لوړ کار وګاڼه؛ په دې ترتیب ما هم ډېر کلونه بیا په دې برخه کې فکر و نه کړ او نه مې د شعر جوړولو جرأت وکړای شو، خو د هېواد ستونزو او د هجرت کړاوونو مې کلونه وروسته بیا پام ورواړاوه او د شعر په نړۍ کې مې دوهمه هڅه د ۱۳۷۰ لمریز کال د پېښور د جلوزو کمپ د هجرت په دیار کې له اختره دوه ورځې وړاندې د یوې خاطرې په توګه یې څو بیتونه یادولی شم.

دلته تر شعر دمخه د یادولو وړ ده چې لومړنی شعرونه مې د وزن او قافیې ډېرې ستونزې لری، ما هم د تصحیح په پار ځکه په هغو کې لاس نه دی وهلی چې زما د ادبی سفر لوړې ژورې په خپل حقیقت کې خوندی وی، خو په دې شعرونو کې پیاوړی احساس او جذبه شته چې د هغه وخت ستونزې، کړاوونه او د هېواد او ملت غمجن حالت ښه انځورولی شی:

اختره ستړی مشې ته خو راغلې

دې کړېدلی ژړېدلی ملت ته ته خو راغلې

د شکېدلو ګرېبانو به څه اختر وی؟

د غمګینۍ او ژړېدو به څه اختر وی؟

اختر به هغه وی چې غاټول وخاندی!

په ګلستان کې دغه ټول وخاندی!

اختر به هغه وی چې ریحان وخاندی

افغانستان کې ټول ګلان وخاندی!

 

زما د ادبی سفر بل پړاو بیا هم د وطن په هجران کې را ټوکېدلی او له ماشومتوب څخه مخ پر ودې یې حرکت کړی، هغه په کویټ کې زما د تحصیل دوره ده چې نور هم له وطنه لرې شوم، له یوې خوا مې د ګران هېواد په آزادۍ سترګې یخې شوې وې او له بلې خوا په هېواد کې خپل منځی جګړو او د هېواد او هېوادوالو کړاوونو او ناخوالو سخت ځورولم او زما د هجران غم یې لا څو چنده زیاتاوه او لا نور مې هم د هجران په غمونو او د پردېسۍ په کړاوونو شعر رنګ رنګ شو، چې د یو شعر څو بیتونه به د بېلګې په توګه وړاند کړم چې په ۱۵/۳/۱۳۷۷هـ ل مې په کویټ کې لیکلی دی:

یو ته نه یې چې نالېږې له هجرانـــــــــه                خلک ټول په زړه زخمی دی له دې زیانه

هجر راغی د وصال کاســــــــ‎ه چپه شوه                پرې شوې لارې مې له خوږ افغانــــستانه

له اغزو نه زړونه ډک شول وینې څاڅی                  وینې پرېږده خلک مړه شول له خفګانــــه

بــــــــهار لاړو بلبل نشته ګلان وچ شول                خور شـــــــــــو ظلم شوه بورا خفه خزانه

پرېږده شونډې تږې مې شــراب وڅښی                 د وطن له کارېزونــــــــــــــــو ښه پرېمانه

صبر وکړه اې نـــــــــاظمه عمر کم دی                  بیا به هار شې ته له غاړې د جانــــــــــانه

 

زما د ادبی سفر بهیر څلورم پړاو په اندونیزیا کې دوه کاله د سختې پردېسۍ، آهونو او فریادونو دور ؤ چې وطن پسې سر تر پایه یوه تنده تلوسه شوم او په دې وخت کې مې زړه او ټول بدن د وطن او وطنوالو له هجرانه سمه د پښ کوره جوړه شوه، ګوګل مې اور او شعر مې اوسپنه او سکور شو په کې، د زړه غوښې مې له هجرانه شوې کباب کباب، چې په وینا او لیکنه کې یې رنګ، خوند او بوی له ورایه احساسېږی. له بده مرغه چې د هغې دورې د شعرونو کتابچه په اوس وخت کې له ما څخه لا درکه شوې، خو ځینې بیتونه مې چې ترې په یاد دی ستاسو مخې ته یې ږدم:

درځم وطنه مینه طوفانی شوه                   کیسه زما د مینې جهانی شوه

په پورتنی بیت کې له هجرانه سوی زړه کې د هېواد په لور سخته تلوسه ښکاری او کله چې د هېواد په لور را رهی شوم نو دا هوډ مې وکړ چې:

لمن کې نه ځایېږی زه ګلونه په ځولۍ دروړم

په اوښ چې نه بارېږی نو کاروان د خوشحالۍ دروړم.

او یو بل بیت یې ؤ چې له اوږده بېلتانه څخه شاعر کړېږی او وایی چې:

بېلتون ژړا مې بس د خوښۍ اوښکې به ډالۍ دروړم

په اوښ چې نه بارېږی نو کاروان د خوشحالۍ دروړم.

خو له بده مرغه چې یو ځل بیا د امریکا او ناټو له یرغل سره هېواد یو بل ناورین ته داخل شو چې زما شعر هم ورسره کړکېچن او پنځم پړاو ته انتقال شو، له یوې خوا د وطن د آبادۍ او جوړولو هیلې او طرحې په کې را ځلېدلې او له بلې خوا د ښکېلاکګرو د ظلمونو او تاړاکونو او د هغوی په مقابل کې د مبارزې رنګ په کې څرګند برېښېده.

د دې پړاو په شعرونو کې مې که له یوې خوا د وطن د فزیکی جوړېدو هیلې څرګندېږی، لکه په دې شعر کې چې څو بیتونه یې د بېلګې په توګه ستاسو مخې ته ږدم، د شعر عنوان دی کابله!

۱۳۸۶هـ ل. ښاری پراختیا وزارت، کابل، ۱۴څ.

په نقشــــــو د جوړومه ښــایســـــــته کابلــــــــه             سمومه ټــــــــــــولې ورانې جنــګــــــــزده کابله

لـــه خاورو دوړو نـــه دې ژغورمه وعده کړم    لارې ټـــــــولې به ستا جوړې کړم پخته کابله

په رښتیا ښکلی فرهنګ علم او وفا جوړوم                                     زه نــاظم به ســــتا ځلمیان کړمه تـــکړه کابله (۱۰:ص.۲۱)

له بلې خوا په دې دوره کې لیکوال د وخت له ښکېلاکګر یرغلګر دښمن سره په مبارزه بوخت دی او د خپل هېواد د خپلواکۍ او د دښمن د ماتې وړاندوینې کوی، لکه د یو اوږد مثلث مطلع چې په هېواد کې له جګړو او غمجنو پېښو نالېږی:

«اختر کې مو کلچې او هم سیمیان په وینو سره دی     په ځای نن د نکروزو افغانان په وینـــــــــو سره دی» (۸:ص.۱۳۹)

یا د دې شعر بیتونو کې چې د افغانانو سرښندنې او ځانګړی خصلتونه یادوی، دښمن پرې وېروی او خپل ځان او خپل ملت په ځانګړې فلسفه د مینې او مبارزې په پار د خپل هېواد په خاوره کې لکه مېخ او بېخ ټکوی، ټینګوی، خښوی او د دین او هېواد دښمنان پرې وېروی د دې شعر عنوا دی «د استعمار بېړۍ»:

۶/۱۰/۱۳۹۳هـ ل. کابل، د علومو اکاډمی، شهرنو.

مېــــــــــخ یم چې ټکېږم لا ټینګېږم                      بېـخ یم چې خښېږم لا شین کېږم

موج یم طوفانونو کې مې ژوند دی             د ښکېلاک بېړۍ سره جنـــګېږم

پام! په غورځېـــدو مې غلط نه شې                       څومره که غورځېږم بیا لوړېږم

دښمن ته ګردابـــــــــــــونه جوړوم                        داسې طوفانـــــونو کې خوښېږم

په څټـــــــــــک مې قېمت نه بایلمه                      زر یــــــــــم په وهلو نه ختمېږم

یمه ســـــــــــــمندر ډک له موجونو                       په لښـــــــتو د هېچا زه نه بېلېږم

د اســــــــتعمار بېړۍ شوه ډوبه بیا                       ناظم توره په لاس کله ټینګېـــږم

او په دې بل شعر کې د دښمن د ماتېدو وړاندوینه کوی او خبرداری ورکوی چې دا ملت به د خپل تاریخی خصلت په څېر له دې موجوده ښکېلاک څخه هم سر غوڅوی. د شعر عنوان دی، غلیم ته:

۲۳/۴/۱۳۸۸ کابل- له باغ بالا څخه تر خوشحال مېنې پورې موټر کې.

زما غــــــــــــــــــــرونه غلیمانو ته ټټر وهی             په خپلو تیږو د هغو کودن ســــــــــــر وهی

ښه پوهیږی دا وطــــــــــن د اېل کیدو نه دى                    ښکیلاک دلته قبر خپله په ســـــــــــنګر وهی

چې تاریخ نه عبرت ناخلی حال یې دې نه هم                    لا بدتر شه په والله سر په تبـــــــــــــر وهی

هسکه د پامیر او د شـــــــــــــمشاد څوکه زما                    لوړه ټیټه مې دښمن ښـــــــــــه په هنر وهی

تور غر او هندوکــــــش او تورې بوړې زما               دی مشهورې د ښکیلاک ښکاری جیګر وهی

غلچکـــــــــــو ته زما څوک ټینګیدلاى نه شی                     داسې بریښی د غلیم پر زړه خنجـــــر وهی

الله اکبـــــــــــــر نارې نه زړه د هر ښکیلاک                      سخت ماتیږی والله کاخ د ســـــــتمګر وهی

دا کوم قدرت دلته ټینګ شوى عبرت واخلــه                      ناظم پیش بین دی چې تا نه به هم سر وهی

 

په دې موده کې یو ځل بیا له هېواده لرې هندوستان کې د تحصیل په پار یو څو میاشتې مسافر شوم او سخت په هېواد پسې خفه وم، چې وطن به مې رایادېده نو زړه به مې نری نری شو او د هېواد په مینه کې به نرمه غوندې ژړا راغله، چې په دې موده کې د کلام بېلګه چې د وطن د هجران فریاد په کې دی د «فراق وطن» تر عنوان لاندې وړاندې کوم:

«فراق وطن

۱۳۸۶هـ ش، هندوستان- دهلی جدید

«وقتی یک بار دیگر به فراق وطن و وطندارم مبتلا شدم و به ملک هندوستان جهت تحصیل رفتم به احساسات گرم و دلباخته به میهن عزیزم سوختم و سفتم و سرودم:

دور از یار و بهار و کاشانه شدم                    هم خوار و دل افگار و بی لانه شدم

من پروانۀ شمع پریوار بــــــودم                   ز فراقش یلدای سالانـــــــــــــه شدم

بلبل خوشخوان رخ گل در چمـن                بودم ولی خزان زمانه شدم»(۹:ص.۶)

همدارنګه د هندوستان په پردېسۍ کې مې بل شعر د وطن په مینه او د بېلتون له درده په ۲۶/۱۲/۱۳۸۶هـ ل نېټه لیکلی، چې مطلع یې ده:

مینه د وطن مې بل وطن کې نه پرېږدی                وینه د بدن مې بل چمن کې نه پرېږدی

لکه څنګه چې زما په شعر هجرت او پردېسۍ ډېره اغېزه کړې او د وطن له حالاتو او اوضاع سره سم یې حرکت ورکړی، دغسې د هېواد هر ویښ او با احساسه لیکوال او شاعر د هېواد له شرایطو او د هجرتونو له کړاوونو څخه دردېدلی چې د هغوی ژبه، قلم او دېوان د هغوی د زړه ښه انعکاس ګڼلی شو.

په هېواد کې د امریکا او ناټو له ماتې سره سم زما د شعر او شاعرۍ نړۍ یو بل پړاو ته ور پرانیستی، چې ویاړ او مبارکی او د دښمن د ماتېدو زېری په کې ځلېږی، لکه په دې شعر کې:

تاج د خپلواکۍ

۳۰/۶/۱۴۰۰هـ. ل. خوشحال مېنه، کابل.

تاج

ښکلی تاج

د خپلواکۍ آزادۍ

دنګه شمله د پګړۍ وتړئ

اتلولی مو لوړه ده ګټلې د نړۍ

مبارک دا تاج د اتلولۍ د نړۍ مبارک

مبارک مبارک مبارک، مبارک مبارک مبارک

تاج د خپلواکۍ مبارک، شکست د بلواکۍ مبارک

مبارک مبارک مبارک، مبارک مبارک مبارک، مبارک

(۸:ص.۶)

له دې بحث او خاطرو څخه دا را څرګندېږی چې هجرت، پردېسی، له وطن څخه لرېوالی او د وطن د ناخوالو درد له کبله ځینې با احساسه انسانان شاعران او لیکوالان جوړېدلی شی، چې یو له هغو څخه زه خپل ځان د بېلګې په توګه یادوم، زه چې په خپله ځان په دې تله وتلم، نو پر ځان باندې دا اطلاق کولی شم چې زه د وطن مینې، هجرت، کړاوونو، د جهاد د سنګرونو ولولو، د یرغلګرو ظلمونو، د مظلومانو فریادونو او د زخمیانو زګېرویو له درد او غمه د خپل زړه د بړاس انعکاس د لیکوالۍ او شاعرۍ په کوڅه ورسیخ کړم او تر ننه ګوډ مات په کې روان یم، د وطن له حالاتو سره سم مې خپل ادبی سفر پیل کړی او ټولې لوړې ژورې یې د ګران هېواد له کړاوونو، درد، غم او فریادونو سره تړاو لری، خو هجرت او پردېسۍ ورباندې خپل لوړ اغېز ساتلی دی، همدارنګه د شعر بل اړخ مې د اسلام مبارک دین او دینی مفاهیمو او حقایقو اثبات او د هغو پر لور د خلکو هڅونه ده، ځینې نور اړخونه یې وصفی، تصوفی، تاریخی، سیاسی، ټولنیز، فلسفی، اقتصادی او مینه ناک هم دی چې د ټولو سرچینه د هجرت او کړاو له ویالې څخه خړوب او تغذیه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې هجرت، پردېسی، له وطنه لرېوالی او کړاوونه که له یوې خوا ځینې انسانان شعر او ادب ته هڅوی او د هغوی شعر له درد او غمه ډکوی، خو له بلې خوا ډېر زیات خلک له علم، ادب، فرهنګ، پوهې، سولې او سوکالۍ څخه محروموی او د جهل، ناپوهۍ، فقر، بداخلاقیو، غلاوو، جګړو، بې عزتیو، حقارت، جسمی او روانی ناروغیو، ناهیلیو او داسې نورو بدمرغیو، فسادونو او جرمونو باندې یې هم اخته کوی، چې منفی اغېزې یې تر مثبتو زیاتې او خطرناکې برېښی.

که لیکوالی او شاعری د هجرت یو له ښو اغېزو هم وګڼو بیا هم دې ته باید پام وکړو چې حتی همدا اړخ هم ستر لیکوالان او شاعران د هېواد له تربیت، تعلیم، پرمختګ، لوړو طرحو او د خلکو د سوکالۍ لپاره د ګټورو معلوماتونو او افکارو له راټولولو او خپرولو څخه را سپموی او په دردونو او کړاوونو کې یې اخته ساتی، چې دا یې هم یوه بله منفی اغېزه ګڼلی شو.

پایله

د دې لیکنې په پیل کې په دې آند وم چې په ادبیاتو باندې د هجرت اغېزې پیدا کړم، دغه مسأله مې داسې انګېرله چې هغه به کېدای شی مثبتې اغېزې وی، خو د بېطرفانه تحقیق او حقیقت پلټلو او را برسېره کولو په نتیجه کې د مقالې له نیمایی څخه را په دې خوا دې حقیقت ته د تحقیق د پایلې په توګه ورسېدم چې هجرت، کړاوونه او پردېسی په ادبیاتو باندې داسې اغېز کوی چې شاعر او لیکوال غمجن، قلم، بیان، دېوان، زړه، حواس، اورېدونکی او ټول انسانان غمجن کوی او دا دومره غمونه د انسان په روانی، جسمی او هر اړخ باندې دومره اغېز کوی چې هغه د ناروغۍ او انفجار حالت ته رسوی او په ټولنه کې، د علمی، تربیتی، فکری، عقیدوی، تعلیمی، اقتصادی، سیاسی، تخنیکی، عمرانی او داسې نورو ډګرونو د ودې او پرمختیا خلاوې را منځ ته کوی چې دغه خلاوې څو نسلونه هم په آسانه نه شی جبران کولی؛ نو پر همدې اساس ویلی شو چې:

پر ادبیاتو او د ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندې د هجرت او کړاوونو اغېزې له مثبتو څخه منفی زیاتې دی، ځکه ټول ادبیات او د لیکوالانو او شاعرانو قلم او دېوان له آهونو، فریادونو، کړاوونو او د ظلمونو له بدو انجامونو، تربګنیو، انتقام، جنګ جګړې، مخاصمې او مجادلې ډکوی او په مقابل کې یې مینه، محبت، اخلاص، صداقت، تېرېدنه، بښنه، تعلیم، تربیت، پرمختګ، لوړ افکار، علمی او فکری مسایل، ابتکار، تصوف، عرفان او داسې نور د ادبیاتو د ډګر مثبت مفاهیم په کې کمرنګه کېږی او تر خپل سیوری لاندې یې تتوی، چې دا په نسلونو باندې ښه اغېزه نه لری او یو غمجن او انتقام اخیستونکی نسل روزی چې نه یواځې د دښمن پر وړاندې یې دغه د انتقام او جګړې خصلت کارېدل کېږی، بلکې دا خصلتونه د ټولنې په عادت او فرهنګ بدلېږی چې په خپلو منځونو حتی د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې هم په ډېر شدت سره را برسېره کېدلی او کارېدلی شی، له فکرونو څخه آرامتیا او عقلانی تفکر تښتوی او پر ځای یې د زور، ظلم او بې عدالتۍ مفکوره خپرېږی چې دا د ټولنو په ګټه نه ده.

وړاندیز

  1. حاکم نظام او ټولو ادبی فرهنګی ټولنو او ادبی شخصیتونو ته وړاندیز کېږی چې کوښښ وکړی ادبیاتو ته ایمانی، ټولنیز، پرمختیایی، ابتکاری، ښوونیز، روزنیز، عرفانی او اخلاقی جهت ورکړل شی.

 

مأخذونه

۱- قرآن کریم

۲- پسرلی، محمد صدیق. ماته شپېلۍ، سریزه: امان الله ساهو، د ناهید کتاب خپرولو مؤسسه: پېښور، ۱۹۹۴م=۱۴۰۴هـ ق.

۳- رفیع، حبیب الله. ږلۍ او ګولۍ، خطاط: شاه محمود پتنګ نقشبندی، د امان کتاب له خپرونو څخه: پېښور، ۱۳۶۷هـ ل.

۴- الشیبانی، أحمد بن عمرو بن الضحاک أبو بکر. الآحاد والمثانی، المحقق: د. باسم فیصل أحمد الجوابره، الطبعه الأولى، دار الرایه: الریاض،1411هـ ق=1991م.

۵- مصلح، شاه محمد. خلیلی قافله سالار شعر معاصر دری، اکادمی علوم افغانستان: کابل، 1391هـ ش.

۶- مولایی، محمد سرور. دیوان خلیل الله خلیلی، به کوشش محمد ابراهیم شریعتی، نشر عرفان: تهران، 1378هـ ش.

۷- ناظم، محمد داود. تبیان مجله، دوهمه دوره، د علومو اکاډمۍ د اسلامی علومو معاونیت: پرله پسې ۵۴ ګڼه، د ۱۳۷۹هـ ل کال دوهمه ګڼه، کابل.

۸- ناظم، محمد داود. په پښتو ژبه کې نوی شعرونه، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۴۰۱هـ ل.

۹- ناظم، محمد داود. د زړه بړاس، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۳۹۹هـ ل.

۱۰- ناظم، محمد داود. د سولې ګلستان، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۳۹۹هـ ل.

۱۱- هاشمی، سید محی الدین. «شعر، شاعر او د یو مجاهد شاعر رسالت»، د افغانستان اوسنی ادبیات د سیمینار د مقالو مجموعه، د افغانستان کلتوری ټولنه- سپېدې مجله: پېښور، ۱۳۶۹هـ ل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.