کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو ویلي، چې اسراییلو د تېرې یوې شپې – ورځې پرمهال سوریه کې شاوخوا ۳۰۰ اهداف په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.
د خبر پر بنسټ دغو بریدونو کې د سوریې هوايي ځواک ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د سوریې څارونکې رسنۍ لیکي، په دې بریدونو کې د سوریې د هوايي ځواک لویې او کوچنۍ نظامي الوتکې، هلیکوپټرې او د دفع هوا سیسټم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
اسراییلو ادعا کړې چې دا بریدونه یې د هغو تجهیزاتو او وسلو د ویجاړولو په موخه کړي، چې له بشر الاسد څخه پاتې شوې وې او ګمان کېده، چې د اسراییلو پر ضد به وکارول شي.
د راپورونو له مخې، د سوریې نويو واکمنانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/