د پنجشېر څه باندې ۳ زره قیراطه نور زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت ځایی مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی.

د دغه ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلی، نن د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۲۹۲ قیراطه زمرد د ۱۴۳ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د نوموړی په وینا دغه زمرد په دې وروستیو کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د زمردو له کانونو څخه استخراج شوی وو.

تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.