د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ پایلوبه نن کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډله به د کابل پر وخت نن د مازیګر څلور بجې د زمبابوې پر وړاندې د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخ شی.

د زمبابوې په کوربتوب ترسره کېدونکې دې لوبلړۍ کې تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه – یوه بریا خپله کړې ده.

لومړۍ لوبه زمبابوې په خپل نوم کړه، خو افغان لوبډلې تېره ورځ په دوهمه سیالۍ کې بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې مساوی کړه.

د لوبلړۍ پایلوبه به نن ترسره شی، چې ګټونکې لوبډله به د دې شل اوریزې لړۍ اتلولی ترلاسه کړی.

د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا افغان لوبډله به هڅه وکړی، چې د زمبابوې په کوربتوب د دې لوبلړۍ اتلولی په خپل نوم کړی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نننۍ سیالۍ لپاره د کرکټ مینوال په تمه دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.