معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سږ کال څه باندې ۷ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې شوي

سږ کال څه باندې ۷ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې د روان زېږدیز کال په ترڅ کې یې د هېواد د پیسو له مارکېټونو څخه څه باندې ۷ میلیارده مندرس افغانۍ راټولې کړې دي.

د خبر پر بنسټ د افغانستان بانک مسوولینو د دې پروسې د لا پراختیا ژمنه کړې او خلکو ته یې سپارښتنه کړې، چې په ورځنۍ راکړه – ورکړه کې د افغانۍ د ارزښت ساتلو او سولېدو د مخنیوي لپاره جدي پام وکړي.

د یاد بانک د چارواکو په وینا، د دې اقدام هدف د پیسو د جریان سمون او د افغانۍ د ثبات ساتنه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس