د بغلان په ځینو ولسوالیو کې شپږ مخابراتی سایټونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان مخابراتی مسوولینو ویلی، چې د لرې پرتو سیمو د مخابراتی ستونزو د حل لپاره یې هڅې روانې کړې دی.

تر دې وړاندې د دهنه غوری، برکې، دهصلاح، فرنګ، جلګې او ځینو نورو غرنیو سیمو اوسېدونکو شکایت کړی و، چې د مخابراتی شبکو نه فعالیت له امله ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د بغلان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست چارواکی وایی، د دې ستونزو د حل لپاره سروې بشپړه شوې او ډېر ژر به په دغو سیمو کې ۶ نوی مخابراتی سایټونه فعال شی.

د یاد ریاست په وینا، د دې اقداماتو هدف د لرې پرتو سیمو خلکو ته د اړیکو اسانتیا برابرول او د مخابراتی خدمتونو پراختیا ده، چې د خلکو ژوند اسانه کړی او د پرمختګ لپاره نوی فرصتونه رامنځته کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.