کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان لمریز کال په اتو میاشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوی دی.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوی، چې دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکیې ته صادر شوی دی.
بل لور د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده، که چېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسېس برخې ته پاملرنه وشی، د هغوی د پلور له لارې به کورنی عواید زیات شی.
د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لری، چې سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی.
دغه کمربند له بدخشانه پیل او په هرات کې پای ته رسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ