لغمان کې د اوبو مدیریت په موخه ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړشوی دی.

د مسوولینو په خبره یوازې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې یو لوی او ۱۵۰ وړو چکډېمونو د رغولو چارې پیل شوی، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شی.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو زیاته کړې، چې د اوسنی حکومت له واکمنېدو څخه تر اوسه پورې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د حکومت او موسسو په مالی ملاتړ د څه باندې۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوی، چې په کې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.