کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې پاکستانی چارواکو او اروپایی ټولنې د ګډې کمېټې په ۱۴ غونډه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړی.
د خبرپاڼې له مخې اروپایی ټولنې ویلی، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د پایښت لرونکی حل لارې ملاتړ کوی.
بل لور د جرمنی رسنۍ د کرواسیا د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکوی، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ۲۶ زرو ډېر ناقانونه کډوال دغه هېواد ته ورغلی دی.
ډېری دغه کډوال د افغانستان، سوریې، ترکیې، روسیې او مصر وګړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې پر ګاونډیو هېوادونو سربېره په اروپایی هېوادونو کې هم افغان کډوال له جدی ستونزو سره مخ شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ