کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار کرنې اوبولګولو او مالدراۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د ۴۰ زره ډالرو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو او د ۱۵۰۰ ژورو څاګانو د کیندلو چارې پیل شوې.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست زیاته کړې، چې د یاد ریاست په هڅو او د اقتصاد ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان FAO په مالی ملاتړ د ۴۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د یوه چکډېم د جوړېدو او ۱۵۰۰ ژورو څاګانو د کیندلو چارې پیل شوې.
دوی زیاته کړې، چې د دغې پروژې موخه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کارزمینې برابرول، د بارانی اوبو راټولول او د ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړول دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ