د ناوړه رواجونو مخنیوی په موخه کړنلارې تصویب شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د امیر په حکم او د چارو ادارې د لوی رییس په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو د مخنیوی په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بدو رواجونو د تثبیت ترڅنګ د هغوی د مخنیوی لپاره یوه کړنلاره ترتیب او تصویب شوه. د سرچېنې په وینا، یاده کړنلاره به تر منظورۍ وروسته د ټول هېواد په کچه عملی شی، چې د خلکو د اقتصادی، اخلاقی او ټولنیزو ستونزو په حل کې به اغېزمن رول ولوبوی.

په غونډه کې هغه رواجونه تثبیت شول چې په افغانی ټولنه کې له اسلامی شریعت سره په ټکر کې دی او له کلونو راهیسې یې خلکو ته اقتصادی او ټولنیز زیانونه اړولی دی.

دا پرېکړه په داسې حال کې ترسره کیږی، چې په افغانی ټولنه کې اوس مهال ملا ماتوونکی رواجونه ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.