کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د تېرو دریو ورځو راهیسې له کرمان څخه شاوخوا ۱۷ سوه ۸۸ تنه بې اسنادو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوی دی.
په دغه راپور کې راغلی، چې د کرمان لویې څارنوالۍ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دغه کډوال تر پېژندلو وروسته خپل هېواد ته ستانه کړی.
راپور کې د کرمان د لوی څارنوال مهدی بخشی له قوله راغلی، دغه کسان د ټولنیز امنیت د ښه والی طرحې په چوکاټ کې د امنیتی موخو له امله خپل هېواد ته لېږل شوی.
دوی زیاته کړې، چې بهرنی وګړی باید دغه هېواد ته د تګ – راتګ او اوسېدو لپاره قانونی اسناد ولری او له اسنادو پرته به ورسره ورته چلند کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ