کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد په څلورو ولایاتو کې د جلا ترافیکی پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خبر پر بنسټ دا پېښې په هلمند، جوزجان، غزنی او دایکندی ولایتونو کې شوی، چې ۱۱ کسان په کې مړه او شپږ نور ټپیان شوی دی.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې په پایله کې د چلوونکی په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی.
په ورته مهال سرچینو ویلی، درې کسان بیا د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لار د یوې کرولا او ټانکر موټر په ټکر کې مړه شوی دی.
دغه راز د غزنی په مرکز کې ترافیکی پېښې یو کس مړ کړی او څلور نور یې ټپیان کړی دی.
د یادو ترافیکی پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.
روان کال هېواد کې د ترافیکی پېښو کچه پام وړ ډېره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ