افغانستان ته له ازبکستان او ترکمنستانه وارداتی برېښنا بېرته ونښلول شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې برېښنا شرکت هېواد ته د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتی برېښنا د بېرته وصل کېدو خبر ورکړی دی.

د دې شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه پلاوی د جدی او نه‌ ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د وارداتی برېښنا د مزو ستونزه په بشپړه توګه حل کړې او برېښنا په نورمال ډول بېرته نښلول شوې ده.

د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، د مزو د ستونزې د حل لپاره ځانګړی تخنیکی ټیمونه ګمارل شوی وو، چې په لنډ وخت کې یې ستونزه حل کړه.

یاد شرکت د برېښنا د مزو د بیارغونې په برخه کې د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی او له خلکو یې غوښتی، چې د برېښنا مصرف پر مهال له احتیاطه کار واخلی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.