کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد ویلی، چې د یاد وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له نوی سفیر سره کتلی.
په دې کتنه کې دواړو لوریو کابل ته د قزاقستان د لوړپوړی پلاوی د راتلونکی سفر په اړه خبرې کړی او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او ویلی یې دی، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې غواړی.
په ورته مهال د قزاقستان نوی سفیر ګزیز اکباسوف هم په دې لیدنه کې د اقتصادی اړیکو پراختیا ته خپله ژمنتیا ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ پراخې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ