کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هېواد یې له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پیلوی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، قطر سبا سه شنبه دمشق کې خپله سیاسی استازولۍ به بېرته فعاله کړی.
د سرچینې په وینا خلیفه عبدالله المحمود الشریف سوریه کې د دې هېواد سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمدالانصاری ویلی، سوریه کې د خپل سفارت د پرانېستلو د پړاوونو د بشپړولو په موخه یې ډیپلوماټیک پلاوی دمشق ته استولی دی.
د یادونې ده، چې تر قطر وړاندې ترکیې هم له ۱۳ کلن ځنډ وروسته سوریه کې خپلې سفارتی چارې بېرته له سره پیل کړې.
قطر په ۲۰۱۱ کال کې له سوریې سره خپلې ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې وې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ