کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلی، د ژمی په رارسېدو سره افغانستان کې میلیونونه کورنۍ له کافی خوړو پرته له سختې یخنۍ سره مخامخ دی.
یاد پروګرام په یوې تازه خپره شوې ویډیو کې څرګنده کړې، چې روان ژمی کې به په افغانستان کې په هرو دریو کسانو کې یو تن د خوراکی توکو له سخت کموالی سره مخ شی.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوی، د دغو کورنیو ډېری برخلیک به یو ناممکن انتخاب وی، څو خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړی او که یې ګرم وساتی.
د WFP په وینا افغانستان کې د خوراکی توکو د کمښت ستونزه د نړیوالو همکاریو کمښت او اقتصادی ستونزو له امله لا پراخه شوې ده، چې د افغانانو ژوند یې له جدی ګواښ سره مخ کړی دی.
یاد پروګرام د نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره مرستې چمتو کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ