ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۳مه نېټه) ټاکل شوې چې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې نن د افغانستان په تړاو غونډه وشی.
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن ویلی، دې غونډه کې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایی ټولنې ځانکړې استازې ترهی هکالا او یو شمېر نور ځانګړی استازی او ډیپلوماټان ګډون کوی.
د نیکلسن د پرونیو ټویټونو له مخې تمه ده د تاشکند په کوربه توب دې ناسته کې د منځنۍ اسیا لپاره د افغانستان په اهمیت باندې بحث وشی.
هغه زیاته کړې دې پوښتنې ته هم حل لارې لټول کېږی چې اروپایی ټولنه څنګه د یوه رغنده متحد په توګه همکاری کولای شی؟
گهیځ