کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان زعفرانو ټولنې ویلی، د تېرو کلونو په پرتله روان کال د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې، چې له امله یې هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوی دی.
د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات ویلی، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کېفیت هم ښه شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر ډېره اروپایی هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودی عربستان او عمان ته صادر شوی دی.
افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کېفیت له پلوه ایرانی زعفرانو څخه مخکې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ