لوګر کې د خروار بند د ساتنې او څارنې لومړۍ برخې چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت په خروار بند کې د ساتنې او څارنې د لومړۍ برخې چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دی.

د یاد وزارت په وینا، دا پروژه د ۳۰ میلیونه ۹۹۹ زره ۹۹۲ افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د خروار بند د فعالیتونو له مخې، دغه بند د ۱۱.۱ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لری.

د مسؤولینو په وینا د بند په مرسته به ۳۶۲ کیلواټه برېښنا تولیدیږی او شاوخوا ۲ زره ۱۵۵ هکټاره کرنیزه ځمکه به ترې خړوبه شی.

د چارواکو په خبره د دې بند بشپړول به د سیمې اوسېدونکو لپاره د اقتصادی او کرنیزو فعالیتونو په وده کې مهم رول ولوبوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.