کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایی چارواکو ویلی، د دغه ولایت د دوآب او منډول ولسوالیو ترمنځ د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې یاد سړک ۶ متره پلنوالی لری او د خوړو نړیوال سازمان په مالی ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول کیږی.
د دوی په خبره د یاد سړک کارونه به په ۶ میاشتو کې بشپړ شی.
د سیمې اوسېدونکی د دې سړک د بیارغونې له پیلېدو خوښی څرګندوی او وایی، چې له دې وړاندې د سړک تنګوالی د تګ – راتګ په برخه کې د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې وې.
د دوی په خبره، د سړک په بیارغېدو سره به د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ