‏کرېکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ یو ورځنۍ لوبه سبا پیلېږی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۳مه نېټه) د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ د ملی لوبډلو یو ورځنۍ لوبې سر له سبا پیلېږی.
د دوی لوبه په چټوګرام لوبغالی کې ترسره کېږی.
افغان لوبډله له بنګله دېش سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزې لوبې لری.
د کرکټ بورډ چارواکو ویلی، افغان لوبډلې دغو لوبو ته پوره چمتووالی نیولی او په قطر کې یې تمرینی کمپ هم ترسره کړی.
له افغان لوبډلې سره به په دې سیالیو کې اسټرلیاوی روزونکی سټوارټ لا ملتیا کوی چې تازه په دې دنده ګمارل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.