کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ترافیکی پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلی، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه بازار کې د یو هینو او ټوډی ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون په کې څلو نور ټپیان شوی دی.
مسؤولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی ښودلې.
دغه راز د یادې سیمې خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوی، چې د موټر چلولو پرمهال دې ترافیکی اصول رعایت کړی، څو د دې ډول ناورینونو مخنیوی وشی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ