کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د پاکستانی ځواکونو پر یوې امنیتی پوستې برید شوی.
د خبر پر بنسټ په برید کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
د ځایی سرچینو په وینا، برید د موټر سایکل سپرو کسانو لخوا شوی، چې تر برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی.
تر دې دمه د دې برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د چارواکو په وینا د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دی
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ