کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د ملاریا او غیر ساری ناروغیو د کلنیو فعالیتونو په کنفرانس کې ویلی، چې یادې ناروغۍ په افغانستان کې جدی ستونزې دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ۳۶ د ملاریا، ۷ د ډینګی تبې او ۶ د لشمانیا پېښې ثبت شوې دی.
په دې کنفرانس کې حکومتی مسوولینو ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوی لپاره یې تېر کال کې ۱۰ زره کورونو کې دوا شیندلې.
همدارنګه د عامه پوهاوی کمپاین په ترڅ کې یې ۴۰ زره ماشومانو او ۱۷۸ زره ۹۹۳ امیندوارو مېرمنو ته پشه خانې وېشلې دی.
د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او غیر ساری ناروغیو د لا زیات کنټرول لپاره د نړیوالو همکارانو او عامو خلکو د پراخو همکاریو غوښتنه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ