کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلی، په راتلونکی ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.
اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۲۱ میلیونه خلک د اوبو د کمی، د روغتیایی خدمتونو د نشتوالی، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکی ناخوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به د لږو روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی سره مخامخ شی.
دغه راز ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکی مرستو ته اړ وی.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د سیاسی بدلونونو له امله ښایی ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شی، چې ښایی دې سره هم ستونزې وزېږیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ