کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیې قومندانۍ ویلی، چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دی، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلی، دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوی دی.
بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکی وایی، د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالی له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازی بخاریو کار اخلی، چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږی.
د ژمی په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکی په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوی، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالی کې تر ډېره له ګازی بخاریو کار اخلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ