کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې فراه کې د بخش آباد بند د دغه وزارت یوه لویه پروژه ده، چې د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لری او ۲۷ میګاواټه برېښنا تولیدوی.
د دغه وزارت د ویاند په خبره د یاد بند د لومړی فاز رغنیزې چارې شاوخوا ۶۰ سلنه مخته تللی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د انرژۍ اړتیاوو ته په پام سره د برېښنا د تولید د بندونو په برخه کې د خصوصی سکټور پر ډېرې پانګونې ټینګار کوی.
تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت ویلی وو، چې د بخش آباد بند د جوړولو لپاره ۴۳۰ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا ده او سرپرست حکومت د دې بودیجې د پوره کولو لپاره د خلکو مالی همکارۍ ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ