ننګرهار کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رسنیز دفتر ویلی، چې لعلپورې ولسوالۍ کې یې د کور ډایډ مؤسسې په مالی ملاتړ څه باندې ۹،۸ میلیونه افغانیو ارزښت باندې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دوی په خبره یادو شبکو کې درې حلقې د ۴۸ مترو په ژوروالی د کوهیانو کیندل، د ۳۰، ۳۰ او ۵۰ متر مکعب په اندازه د پاکو اوبو دریو ذخیرو جوړول، ۵ زره ۳۹۲ مترو په اوږدوالی پایپ غځول او ۲۱۵ شیردانونو نښلول شامل دی.

د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړې ولسوالۍ ګلډاګ، شاکوټی او ترۍ کلیو ۳۴۰ کورونو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.