کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلی، رهبرۍ یې سترې محکمې ته په یوه ۸ ماده ییز فرمان کې دنده سپارلې، څو د متقاعدینو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړی.
د نوموړی په خبره دا فرمان به د متقاعدینو د تقاعد په اړه لازمې چارې مخته یوسی.
د ویاند په وینا، د دغه فرمان موخه ټولو متقاعدینو ته پرته له تبعیضه تقاعدی حقوقو ورکړه ده.
همدا راز، د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، چې د دې ځانګړې محکمې له لارې به متقاعدین د خپلو تقاعدی امتیازاتو په اړه هر ډول ستونزې او خنډونه حل کړی، چې بیا به له قانونی لارې دوی ته د تقاعد حقوق ورکړل شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ