کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال په لوګر کې د یوې مدرسې دستاربندۍ غونډې پرمهال ویلی، چې سرپرست حکومت د مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی.
نوموړی زیاته کړې، هڅې روانې دی چې د پوهنتونونو زده کړیالان په اسلامی روحیه وروزل شی.
د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، سیاسی مرستیال د غونډې ګډونوالو ته د وینا پر مهال ویلی، چې تېرو دریو کلونو کې یې دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دی.
سیاسی مرستیال په داسې مهال دغه څرګندونې کوی، چې د چارو ډېری شنونکی د ښځینه تعلیم او کار بندښت له وجې اوسنی سرپرست حکومت تر نیوکې لاندې راوستی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ