کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سپین بولدک پر لار د پاسپورټ او ویزې جبری کېدو په غبرګون کې د چمن سلګونه اوسېدونکو له یو نیم کال راهیسې پرلت کړی.
تازه د چمن پرلتوالو ګواښ کړی، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شی، د چمن – سپین بولدک له لارې د پاکستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګری به ودروی.
دوی وایی، نور د پاکستانی چارواکو په تېر ایستنې او دوه مخی سیاست نه تېر وځی.
پرلتوال ټینګار کوی، چې د هغو کسانو مخه به هم ونیسی، چې غواړی له دې پرلته سیاسی ګټه پورته کړی.
په دې اړه پاکستانی چارواکو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
پرلتوال د خپلې مبارزې د دوام ټینګار کړی او د پاکستانی چارواکو د اقدام په تمه دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ