ګهیځ: نن چهار شنبه (د کب ۴مه نېټه) د راپورونو له مخې د ازبکستان د لومړی وزیر مرستیال سردار عمر زاکوف په کابل کې د افغانستان د ا.ا له رییس الوزراء سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادی همکاریو خبرې شوې دی.
ازبک لوری ویلی چې دوی په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوی.
دوی همدا راز وایی له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوی او ښه ګاونډېتوب ته به ادامه ورکوی.
دواړو لورو دغه راز د ترانزیتی او سوداګریزو پروژو پر عملی کولو او پلی کېدا هم خبرې شوې دی.
گهیځ