ملګرو ملتونو سوریې ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش ویلی، سوریه په نړۍ کې لاهم یو له سترو بشری ناورینونو سره مخ هېواد دی.

هغه سوریې ته په بېړنیو مرستو رسولو ټینګار کړی.

نوموړی پر اېکس پاڼه سیمه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو د کارکوونکو انځورونو په خپرولو سره لیکلی، چې همکاران یې د خلکو د اړتیاو ارزولو او لاهم په چټکۍ سره د بدلون وړ شرایطو ته د ځواب ورکولو لپاره کار کوی.

نوموړی ویلی، د بشردوستانه او بیارغونې لپاره کافی ملاتړ خورا مهم دی.

بل لور د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دمشق ته له سفر او د سوریې له نویو مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلی، سوریه ښه راتلونکی لری او دوی یې ترڅنګ ولاړ دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.