ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی، د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبداللطیف منصور او د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قومی په ګډه ناسته کې د افغانستان په اقتصادی وضعیت، سیاسی روابطو، او مثبتو بدلونونو خبرې وشوې.
د دغې ناستې خبر د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر ورکړی دی.
نوموړی وویل، چې امیرخان متقی د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
حسن کاظمی په دې ناسته کې د کانونو، کرنې، برېښنا او اوسپنې پټلۍ د ګډې پانګونې په اړه د ایرانی حکومت چمتوالی څرګند کړ.
گهیځ