کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شبرغان ښاروالۍ مسؤولینو ویلی، چې نږدې راتلونکې کې به قوش تېپې کانال ته څېرمه پر ۴ زره جریبه ځمکې د دوو ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شی.
د شبرغان ښاروال زیاته کړې، یاد ښارګوټی به ټولې بنسټیزې آسانتیاوې او معیاری امکانات ولری.
د جوزجان اوسېدونکی دغه پروژه د هېواد د اقتصادی پرمختګ لپاره مهمه بولی او له اړوندو ادارو غواړی، چې د دې او ورته نورو پروژو په پلی کېدو کې چارې چټکې کړی.
د چارو د څارونکو په باور د دغو ښارګوټو جوړول، د سیمې په اقتصادی او ټولنیز پرمختګ کې د پام وړ اغېز لرلی شی، چې پر مټ به یې ځایی خلکو لپاره هم د سوداګریزو او ټولنیزو فرصتونو په رامنځته کولو اغېزمن وی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ