کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال کابل کې د ازبکستان له سفیر آیبیک عارف عثمانوف سره لیدنه کړې.
د ارګ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.
د ازبکستان سفیر آیبیک عارف عثمانوف په دغه لیدنه کې ویلی، چې د ازبکستان سوداګر او پانګوال چمتو دی، څو افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو په جوړولو، د درملو وارداتو، د سمنټو فابریکو جوړولو او د ډبرو سکرو د پېرلو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړی.
یاده لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادی اړیکې دې وروستیو کې د پام وړ غوړېدلی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ