کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ساکو خصوصی شرکت سره د لوګر ولایت التمور سمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.
یاد قرارداد چې ۱۴۵ میلیونه ډالره ارزښت لری، د ۳۰ کلونو لپاره ترسره شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې پروژې په پلی کېدو سره به هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سمنټ تولید شی، چې د هېواد د سمنټو په برخه کې به د کورنیو اړتیاوو ځواب ووایی.
د دوی په خبره دا پروژه به نه یوازې د سمنټو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړی؛ بلکې په سیمه کې به د اقتصادی ودې او د خلکو لپاره د کار زمینو په برابرولو کې هم اغېزمن رول ولوبوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ