فراه کې د دریو سړکونو د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مسؤولینو ویلی، چې د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د ۱۳۰ کیلومتره سړکونو رغنیزې چارې بشپړې شوې.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس ویلی، دغه سړکونه د بالابلوک، پشترود او خاکسفید ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې بیا رغول شوی او دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځول شی.

نوموړی زیاته کړې، چې د دې سړکونو بیارغونه به د سیمې اوسېدونکو ته د ښوونځیو، روغتیایی مرکزونو او بازارونو ته لاسرسی ډېر کړی او د توکو لېږد او د زراعتی محصولاتو بازار موندنې ته به هم زیاتې اسانتیاوې ورسره برابرې شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.