کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلی، چې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو، ګردی غوث او عزګی سیمو کې د ۱۱ میلیونه ۱۸۳ زره ۶۷۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دوی په وینا د دې شبکو د جوړولو په پروژه کې درې څاګانې کیندل شوی، د ۸۳، ۱۰۰، او ۷۲ مترمکعب په وړتیا درې د پاکو اوبو ذخیرې جوړې شوې، ۷زره ۴۶۴ متره پایپ غځول شوی او ۱۹۴ شیردانونه نښلول شوی دی.
د مسؤولینو په خبره د پروژې په جریان کې لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې په بشپړیدو سره د یادو کلیو ۴۰۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ