پاکستان او د لیرې وېشتونکو وسلو جوړولو هڅې!!

وروسته تر دې چې د امریکا د حکومت له اړخه د پاکستان پر څلورو هغه شرکتونو بندیز ولګید چې د دغه هېواد لپاره یې د لیرې واټن ویشتونکی راکټ پر جوړولو کار کولو، د اسلام آباد د ملکی او پوځی چارواکو نارې سورې پورته شوې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت امریکا دا پرېکړه د رسنیو په قول بدمرغه او پر تعصب ولاړه ګڼلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روان زېږدیز کال ډیسمبر پر ۱۹ مه پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړی بیان کې ادعا کړې ده چې د پاکستان ستراتیژیکې وړتیاوې یوازې د خپل حاکمیت څخه د دفاع او په ټوله کې په جنوبی آسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دی، خو تر دې یوه ورځ وړاندې امریکا د ډیسمبر په ۱۸ مه ویلی و چې دوی پر پاکستان د لیرې واټن بالسټیک توغندیو د پروګرام له کبله نوی بندیزونه لګوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند “متیو میلر” په خپله یوه وینا کې وویل چې دا بندیزونه د یوه اجرایی امر له مخې د پاکستان د ملی پرمختیا پر ادارې او دریو خصوصی شرکتونو لګول شوی دی او هدف یې هم د نوموړی په خبره د ډله ییزې ویجاړۍ د وسلو د پراخولو او د هغوی د وسلو مخنیوی دی.

د دې بندیزونو په نتیجه کې به په امریکا کې له دغو ادارو او شرکتونو سره تړاو لرونکی ملکیتونه کنګل کېږی او په عین حال کې امریکایان له دوی سره له سوداګرۍ راګرځول کېږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی دی چې په اسلام آباد کې مېشت د پاکستان د ملی پرمختیا اداره د دغه هېواد د لیرې واټن بالسټیک توغندیو پروګرام او د توغندیو د آزموینې د تجهیزاتو لپاره د پرزو ترلاسه کولو په لټه کې ده.

اوس که ځېر شو د اسلام آباد له خوا د اټومی سرګلولو د لېږد له توان سره د داسې لیرې واټن ویشتونکو توغندیو جوړول چې آن امریکا هم په نښه کولای شی او هغه هم پداسې ترینګلو حالاتو کې چې امریکا د اسراییلی یرغلګرو له اړخه پر مظلومو او تش لاسو فلسطینیانو د هر ډول ظلم او تیری ملاتړ کړی او دا ملاتړ یې تل د واشنګتن سره کرښه ګڼلې ده، خوا مخوا امریکا ته اندېښنې را ولاړولای شی او د همدې اندېښنو پایله ده چې بالآخره دا ډول بندیزونه رامنځ ته شول او امریکا د آسیا په لویه وچه کې پر خپل تر ټولو نازولی خدمتګار ملک پاکستان هم دې ډول بندیزونو لګولو ته اړ شوه.

دا لومړی ځل هم ندی چې واشنګتن پر پاکستان دا ډول بندیز لګولی دی، تر دې وړاندې هم امریکا د اسلام آباد په ګډون ځینی هېوادونه په خپلو بندیزونو تهدید کړی‎‎، امریکا د روان زېږدیز کال ۲۰۲۴ په اپرېل میاشت کې د چین پر درېیو او د بېلاروس پر یوه شرکت د پاکستان کروز توغندیو ته د ځینو وسایلو، تجهیزاتو او آسانتیاوو د برابرولو په تور بندیزونه لګولی وو، همدارنګه وروسته بیا امریکا په اکتوبر میاشت کې د پاکستان ۱۶ ادارې او شرکتونه هم د دغه هېواد د وسلو او ډرون جوړولو له پروګرامونو سره د مرستې په تور د سوداګرۍ په تور لیست کې شامل کړی وو.

اوس دې ټولو ته په کتو او بیا امریکا ته د اسلام آباد د ملکی او پوځی چارواکو د خوش خدمتۍ په ارزولو سره پوښتنه دا پیدا کېږی چې ولې واشنګتن د پاکستانی چارواکو دا دومره خدمت او غلامی په پام کې نه نیسی او د دوی له خوا د وضعه کړای شویو حدودو څخه د وړې سرغړونې په بدل کې هم هغوی ته د توبیخ او تنبیه دا ډول وړې او لویې جزاګانې ورکوی؟

جوته خبره ده چې امریکا پر هېڅ مسلمان ملک دا اعتبار نشی کولای چې ورته د اټومې وسلې د پراختیا یا حتی محض درلودو اجازه هم ورکړی، د اسلام آباد په اړه خو یې ښه بهانه هم جوړه ده چې د دغه ځای کاواکه او د خپلو خلکو له پراخ سیاسی او پوځی مخالفت سره مخ حکومت او تر مرۍ پورې په فساد کې ککړ پوځ، نشی کولای حتی د دغه هېواد له ارضی بشپړتیا څخه په سمه دفاع وکړی، ځکه نو له داسې یوه ملک سره د اټومی وسلې او تجهیزاتو پاتې کېدل امریکا ته یو ګواښ ګڼل کېږی، ځکه نو له بېلابېلو لارو هڅه کوی د اسلام آباد د دې ډول کوښښونو مخه ونیسی.

بل اړخ ته که د امریکا پر اندېښنو او لګول شویو بندیزونو سترګې هم پټې کړو، په خوارځواکۍ اخته د پاکستان حکومت او له هرې خوا په پورونو کې ډوب د دې هېواد چارواکی باید د اټومی وسلې تر پراختیا وړاندې هڅه وکړی د خپل هېواد او ولس د فقر او بې وزلۍ ستونزې حل کړی، په خپل هېواد کې روانه سیاسی او پوځی جګړه پای ته ورسوی بیا د اټومی وسلو د پرمختګ او پراختیا لپاره لاس را بډ وهی. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.