کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د افغانستان له وجهی صندوق سره یې ۴.۵ میلیونه یورو مرسته کړې.
یاد سفارت په لیکلی بیان کې ویلی، دا مرسته یې د افغانستان بشردوستانه وجهی صندوق ته چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر تر مدیریت لاندې دی، په واک کې ورکړې دی.
د ایټالیا سفارت ویلی، دغه مرسته یې په افغانستان کې بشری ناورین ته د بېړنۍ او اغېزمنې ځوابوینې لپاره کړې ده.
یاد سفارت زیاته کړې، ایټالیا له افغانانو سره د مرستې لپاره خپلو بشردوستانه هڅو ته دوام ورکوی.
ایټالیا له دې وړاندې هم د کډوالو نړیوالې سازمان ته ۳.۵ میلیونه یورو ورکړې وې، څو په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو ملاتړ وکړی.
په ورته مهال جاپان هم راستنېدونکو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ