کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا له لوری د ۲۰۲۵ کال چمپنیز ټرافی سیالیو مهالوېش اعلان شو.
دا سیالۍ د پاکستان او متحده عربی اماراتو په ګډ کوربتوب ترسره کیږی، چې د ۲۰۲۵ کال د فبروری میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړی.
یادې لوبې په A او بB ګروپونو کې ترتیب شوې، چې په A ګروپ کې کوربه پاکستان، هندوستان، نیوزلینډ او بنګلدېش او په B ګروب کې افغانستان، اسټرالیا، سویلی افریقا او انګلستان ځای لری.
په دې ټورنمېنټ کې ټولې ۱۵ لوبې شاملې دی، چې هره لوبه یې د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه بجه پیلیږی.
افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه کې د فبروری میاشتې پر ۲۱مه نېټه له سویلی افریقا سره مخ شی.
افغان کرکټ ملی لوبډله به بیا د فبروری پر ۲۶ له انګلستان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شی او د همدې میاشتې پر ۲۸مه به بیا له نیوزیلنډ سره لوبه وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ