کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د ازبکستان یوه روغتیایی ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټی ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړی.
د خبر پر بنسټ دغه ډله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا ټینګښت په موخه راغلې او له ځان سره یې درمل، طبی تجهیزات او خوراکی توکی هم راوړی دی.
د مسوولینو په وینا دا ۳۴ متخصص ډاکټران به د حیرتان په ښارګوټی کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه وکړی.
د یادولو وړ ده، چې ازبکستان د دغو طبی مرستو ترڅنګ ۳۰ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې، ۱۰ بورۍ بوره، ۳۵ زره لیتره غوړی، ۱۰ ټنه مکرونی، او د ۲۰ قلمه غوښې مرسته هم کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ