د تېرو اتو میاشتو پرمهال کندوز کې د ټولګټو ۷۰ پروژې پلې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولایت کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۷۰ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی.

د مسوولینو په خبره دغه پروژې د یو شمېر همکارو موسسو په مالی ملاتړ پلې شوې دی.

د مسوولینو په وینا دې پروژو باندې ټولټال ۲۵۶ میلیونه ۶۲۱ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې له ډلې څخه یې د ۵۰ پروژو چارې بشپړې او پاتې نورې د بشپړېدو په حال کې دی.

مسوولینو زیاته کړې، چې د دې پروژو موخه د کلیوالی سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ژوند ښه کېدل دی، چې په کې د سړکونو پخول، د پلچکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول، د څاګانو کیندل او د چکډېمونو رغول شامل دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.