کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، د یوناما د راپور له مخې پاکستانی ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکی وګړی وژلی، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دی.
خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د وینې تویولو امر کوی، تېر نومبر میاشت یې هم په اسلام آباد کې د سوله ییزو لاریون کوونکو د وژلو امر کړی و.
هغه ویلی، د بې ګناه ملکی وګړو وژنه د اسلامی اصولو خلاف ده او د پاکستان دا کړنې خپله د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې او ویجاړونکې دی، چې باید پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړی.
څو ورځې وړاندې پاکستانی جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د بمبار له امله ۵۰ څخه ډېر کسان ووژل او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
گهیځ